"په افغانستان کې د ناټو په پوځي تګلاره کې بدلون نه دی راغلی"

د ناټو ملکي استازي سایمن ګس

د ناټو ملکي استازي که څه هم د ۲۰۱۳ میلادي کال په نیمايي کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د جنګي رول د پای ته رسېدو اوازې په کلکه رد کړې، خو په ډاګه یې کړه چې هغه وخت به افغان ځواکونه د خپل ټول هېواد امنیت پرغاړه اخلي.

سایمن ګس وویل، چې په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو د لیزبن پریکړې ته خپله ژمنه وښودله، چې له مخې به یې په افغانستان کې د ناټوځواکونو پوځي ماموریت د ۲۰۱۴ کال تر پایه دوام وکړي.

خو ښاغلي ګس وویل، د راتلونکې ۲۰۱۳ میلادي کال په نیمايي کې به د انتقال پنځم او وروستۍ پړاو پیل شي:

"په ۲۰۱۳ کال کې چې څه پیښیږي هغه دا دي چې ددې کال په نیمايي کې به موږ د پنځم او وروستی پړاو سیمې وګورو، چې د انتقال په پروسې کې به داخلې شي. هغه وخت به افغان ځواکونه د ټول هیواد امنیت پرغاړه اخلي. خو له هغې وروسته د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې به ایساف ځواکونه د افغان پوځ او پولیسو ملاتړ ته دوام ورکړي او په جنګي ماموریتونو کې به هم برخه لري."

په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو له غوندې مخکې د امریکا د دفاع وزیر خبرې چې ویلي یې و، د ۲۰۱۳ کال په نیمايي کې به د امریکايي ځواکونو رول پای ته رسیدلی وي، په افغانستان او ناټو سازمان کې یوه غوغا جوړه کړه.

که څه هم امریکايي چارواکو د نوموړې ددې خبرې د ترمیم هڅه وکړه.

خو د بروکسل له غونډې وروسته لږ تر لږه دا څرګنده شوه چې بهرنيو ځواکونو به د ټول هیواد د امنیت چارې د ۲۰۱۴ له پای نه چې پخوا یې یادونه کیدله، مخکې مخکې افغان ځواکونو ته سپارلي وي.

د ناټو ملکی استازي وویل چې له ۲۰۱۴ کال نه وروسته به له افغان دولت سره د امنیت په برخه کې د ناټو سازمان د همکاریو د څرنګوالي په اړه د شیکاکو په کنفرانس کې پریکړه وشي:

"زه همداراز دا تاییدولای شم چې له ۲۰۱۴ کال نه وروسته به نړیواله ټولنه د امنیت په برخه کې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي. که چیرې افغان حکومت یې وغواړي دا ملاتړ به د روزنې او مشورې په برخو کې وي، یا هم په کومه بله بڼه. خو په دې اړه پریکړه نه ده شوې چې د افغان دولت ددې ملاتړ څرنګوالی به څه وي. زه هیله لرم چې په مې کې به د ناټو د شیکاکو په سرمشریزه کې په دې اړه وضاحت ورکړل شي."

سایمن ګس د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په دې اړه لا وروستۍ پریکړه نه ده شوې چې په راتلونکې کې د افغان ځواکونو شمیر باید څومره و اوسي.

نوموړي وویل دغه شمیر باید د هغه مالي ملاتړ سره متناسب وي چې نړیواله ټولنه ورته چمتو کیږي او ددې ملاتړ د څرنګوالي په اړه هم لا تراوسه وروستۍ پریکړه نه ده شوې.

خو داسې ښکاري چې له ۲۰۱۴ کال نه وروسته د افغان ځواکونو د تجهیزولو او تمویلولو په اړه سخاوتمندانه پریکړه کول به د امریکا او د هغې متحدینو ته له دې امله ستونزمنه وي، چې دوی په خپله په دې وروستیو کې له مالي ستونزو سره مخ شوي دي.