د کورنیو چارو وزارت وایې، چې د کندهار ښار په نننۍ ځان وژونکې حمله کې اوه تنه ووژل شول او نهه نور ټپیان شول.
د دې وزارت له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په وژل شوو کې څلور ملکي وګړي او درې پولیس شامل دي.
دغه راز اعلامیه وایی چې دې ځان وژونکې حملې شپږ ملکي وګړي او درې پولیس ټپیان کړل.
خو د کندهارولایت مطبوعاتي دفتر د دې پیښې د ټپیانوشمیر نولس تنه ښودلی.
دا ځان وژونکې حمله د یوه کرولا ډوله موټرپه واسطه نن غرمه مهال د کندهارښار په شهیدانو چوک کې د پولیسو د ګزمې پرموټروشوه.
لاتراوسه د دې حملې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.