د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې عدليي او قضایې مرکز وایې، چې یو ویشت تنه قاچاق کوونکي یې تر شلو کلونو پورې په بند محکوم کړي دي.
د دې مرکز له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دا کسان د هلمند، کندهار، هرات، بلخ، ننګرهار، فراه او زابل اوسیدونکي دي او د هیرویینو، تاریاکو، چرسو او الکولي مشروباتو د قاچاق په تور مجازات شول.
د نشه یې توکیو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضایې مرکز تردې وړاندې هم لسګونه تنه قاچاق کوونکي په ورته توګه په بند محکوم کړي وو.