په مصر کې پرون د دریمې پرله پسې ورځې لپاره هم د پولیسو او مظاهره کونکو ترمنځ نښتې وشوې.
دا تاوتریخوالي د مصر په بور سعید ولایت کې د فوټبال د وروستۍ مسابقې پر مهال د رامنځته شوې شخړې وروسته چې له امله يې ۷۴ کسان ووژل شول، پاریدلی دی.
پولیسو پرون په پایتخت قاهره او نورو سیمو کې د مظاهره کونکو د خورولو لپاره اوښکي بهونکۍ ګاز استعمال کړ او په غصه مظاهره چیانو بیا پولیس په ډبرو وویشتل.
دغه راز په سکندریه او سویس ولایتونو کې د مظاهرو او مرګ ژوبلې راپورونه رسیدلي دي.
زیاتره مظاهره کونکي د مصر واکمنه پوځي شورا تورنوي چې د وروستي تاوتریخوالي په مخنیوي کې پاتې راغلې او دا شورا په دې خاطر هم تاوتریخوالي ته لمن وهي چې ملکي حکومت ته د مصر چارې ونه سپارل شي.