د لوګر ولایتي شورا وايي، سختي واورې د دې ولایت د یو شمېر ولسوالیو لارې بندې کړي او ښايي د کانکور د نن ورځې په ازموینې کې ډېر کسان برخه وانخیستلای شي.
د لوګر د ولایتي شورا رییس عبدالولي وکیل ازادۍ راډیو ته وویل، چې د لوړو زده کړو وزارت چارواکو شفاهي ژمنه ورسره کړې، چې که څوک له کانکور ازموینې پاته شي، ممکن دوهم ځل ازموینه هم واخیستل شي.
ښاغلي وکیل وویل، چې سختو واورو له مرکز سره د خروار او ازري ولسوالیو لارې بندې کړي او د سیمې یو شمېر ناروغان مرکز ته له رسیدو پاته شوي.