روسیه د سوریې په اړه د م.م د مسودې ملاتړ نه کوي

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرسیتال وایي، هیواد یې د سوریې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شوری د پریکړه لیک د مسودې ملاتړ نه شي کولاي.

ګینادي ګایتلوف وایي، په مسودې کې ځیني بدلونونه، چې د روسیې اندیښنې په کې په نظر کې نیول شوي، د دوی لپاره کافي نه دي.

دا نه ده څرګنده، چې روسیه به د پریکړه لیک مسوده ویتو کړي او که هیڅ رای به پرې ورنه کړي.

ډپلوماټان وایي، د پریکړه لیک په نوې مسودې کې د سوریې د اوږدې مودې دوست هیواد (روسیې) اندیښنې په نظر کې نیول شوي دي.

اروپایي اتحادیي او دعربي اتحاد غړیو هیوادونو د پریکړه لیک د مسودې بشپړ ملاتړ کړی او عربي اتحاد په سوریې کې د سیاسي انتقال د آسانتیاو برابرولو غږ کړی دی.

عربي اتحاد د سوریې له جمهور رییس بشارالاسدڅخه غوښتي، چې واک دې یوه مرستیال ته پریږدي، چې د سیاسي انتقال څار وکړي.