"د کابل په ده سبز او باریک اب کې نومره اخیستونکي په تاوان کې دي"

په ساختماني چارو کې د ولسمشر سلاکار دا تایید کړه، چې د نوي ښار په پروژه کې له څو کلونو راهیسې د هستوګنې د نمرو بې قانونه پلورل روان دي.

یوسف پښتون ازادۍ راډیو ته وویل، چې د قانون له مخې د نوي ښار په پروژه کې له ۱۳۸۶ کال راهیسې د هستوګنې د نمرو او ځمکې پلورل منع شوي خو ځینې کسان له دغه قانون څخه سرغړونه کوي.

ښاغلی پښتون وایي، د نوي ښار په پروژه کې پولیس او د ښاروالۍ مسولین فعالیت کوي، خو په سرغړونکو کسانو یې زور نه رسیږي:

"دا کار شپږ اوه کاله روان وو د کنټرول لپاره هلته پولیسي قوه، د ښاروالۍ امکانات شته، لکن د هغوي زور په هغو خلکو نه رسیږي دا اختار چې خرڅونکي ته نه دی دا اخیستونکي ته دی.

بهترین اقدام يي دا دی چې دا خریداران راټول کړې او ورته وواېې چې تاسې لویه تریروتنه کړې ده.

بله مسله دا ده، چې فهم د پروژې کم دی موږ ډیر کوښښ کړی چې د نوي کابل په برخه کې په هرځای کې خلکو ته معلومات ورکړو."

د کابل د نوي ښار د پراختیا بورد ازادۍ راډیو ته يه یوه را استول شوي مکتوب کې ویلي، چې په دې وروستیو کې ځینې غیر مسول شرکتونه او کسان په ده سبز او باریک اب سیمه کې د دغه بورد په نامه د هستوګنې نمرې پلوري.

دغه بورد خبرداری ورکړی، چې که څوک دا مهال د نوي ښار په پروژه کې د هستوګنې نمرې اخلي نو پیسې یې په اوبو لاهو کیږي.

غوښتل مو د دغه بورد له چارواکو سره مخامخ خبرې وکړو، خو له پرله پسې هڅو سره سره هم په دې بریالي نه شوو.

په ساختماني چارو کې د ولسمشر سلاکار یوسف پښتون، څخه مو وپوښتل چې دغه سرغړونکي څوک دي چې د پولیسو زور نه پرې رسیږي؟

نوموړي یې په اړه وویل:

"یو خو زورواکي دي او قانون ماتونکي دي."

د نوي ښار د پراختیا بورد په خپل مکتوب کې ویلي، چې د نوي ښار د پروژو قراردادونه به ډیر ژر د افغان حکومت او خصوصي سکتور ترمنځ لاسلیک شي.

دوې ویلي د ده سبز په سیمه کې به د نوي ښار پروژې په نړېوالو تخنیکي معیارونو د حکومت او خصوصي سکتور له خوا په ګډه جوړې شي.

د بورد چارواکو ویلي د پلان له مخې به د نوي ښار په پروژه کې د هستوګنې، سوداګرۍ او صنعت سیمې له جوړیدو وروسته له شرعي قبالې سره په مناسبه بیه په خلکو وپلوري.

اسدالله لودین