وکيل: په مس عينک کې لرغونو اثارو د کانونو کار ټکنى کړى

د لوګر د ولايتي شورا رئيس

د لوګر سیمه يیز مسوولان وایی چې د دې ولایت په مس عینک سیمه کې مهم لرغوني آثار موجود دي چې باید ژر و ایستل شي.

د لوګر د ولایتي شورا رییس ډاکترعبدالولي وکیل د پنجشنبې په ورځ آزادي راډیوته وویل چې دې لرغونو آثارو د مس عینک د کان د را ایستلو پر وړاندې هم خنډ جوړ کړى دی.

ډاکټروکیل څرګنده کړه چې که چیرې دا لرغوني آثار په چټکې سره ونه ایستل شي ښایی د مس عینک کان د را ایستلوکار هم وځنډیږی.

د لوګر د ولایتي شورا له رییس سره نسیم شفق مرکه کړې.

Your browser doesn’t support HTML5

د لوګر د ولايتي شورا له رئيس سره مرکه