ناټو:۲۰۱۳ کال له نیمايي وروسته باید افغان ځواکونه د عملیاتو مشري واخلي

د ناټو عمومي منشي وايي، چې د ۲۰۱۳ کال له نیمايي وروسته باید افغان ځواکونه په ټول افغانستان کې د پوځي عملیاتو مشري په غاړه واخلي.

اندرېس فوګ رسموسین چې پرون په بروکسل کې خبریالانو ته څرګندونې کولې، زیاته کړه:

"موږ افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو سپارل پروسږکال پیل کړل، دا بهیر به د ۲۰۱۴ کال ترپایه دوام وکړي او موږ هیله من یو چې افغان ځواکونه به امنیتي مسوولیتونه لکه څنګه چې د لزبون په کنفرانس کې پرېکړه وشوه د ۲۰۱۴ کال ترپایه په ټول افغانستان کې په غاړه واخلي."

له دې مخکې د امریکا دفاع وزیر او د فرانسې ولسمشر هم ویلي و، چې افغان ځواکونو ته د محاربوي چارو مشري باید د ۲۰۱۳ کال په نیمايي کې وسپارل شي.

د ناټو عمومي منشي یوځل بیا ټینګار وکړ، چې د انتقال د بهیر پای ته رسېدل په افغانستان کې د ناټو د ماموریت د ختم په معنا نه دي او د ناټو غړي به افغانستان یوازې پرې نه ږدي.

د یوه بل خبر له مخې سپینې ماڼۍ د امریکا د دفاع د وزیر څرګندونې چې ویلي یې و، امریکا ښايي په راتلونکي کال کې په افغانستان کې خپل محاربوي رول پای ته ورسوي، بې اهمیته ښودلې دي.

له دې مخکې رسنیو د امریکا د دفاع د وزیر لېون پنېتا له قوله راپور ورکړی و چې وايي، د ۲۰۱۳ کال په نیمايي کې به په افغانستان کې دېره امریکايي ځواکونه له محاربوي دندو په شا شي او پرځای به یې د همکارۍ او مشورې ونډه ترسره کړي.

خو د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني پرون په یوه مطبوعاتي غونډه کې وویل، د پنېتا هدف له دې څرګندونو افغان ځواکونو ته د مسوولیتونو د سپارلو په چوکاټ کې د هغه حالت یوه ارزونه وه چې کېدای شي، رامنځ ته شي.

امریکايي چارواکي ټینګار کوي، چې د امریکايي ځواکونو د ونډې د بدلولو په اړه تر اوسه هېڅ راز پرېکړه نه ده شوې او افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو بهیر به د ۲۰۱۴ کال په پای کې په هغه ډول سره عملي کېږي چې مخکې توافق پرې شوی.