په خوست کې ۱۵۰بستریز روغتون جوړ شوې

د خوست ښار په لویدیځه برخه کې یوسل او پنځوس بستریز روغتون جوړ شوې، چې د طبي پرسونل د پوره کولو لپاره یې تیره ورځ له یو اتیا ډاکټرانو او نرسانو څخه د سویې ازموینه واخیستل شوه.

د خوست د عامې روغتیا ریس ډاکتر هدایت الله ازادۍ راډیو ته وویل، چې له دغو کسانو څخه به یوپنځوس تنه په دغه روغتون کې د ډاکټر او نرس په توګه په دندو وګماري.

ټاکل شوې، دغه روغتون په نږدې راتلونکې کې د ناروغانو د خدمت لپاره عملآ په کار پیل وکړي.