د سوداګرۍ اوصنایعو وزارت تر اوسه ۷۵سلنه بودیجه لګولې

د سوداګرۍ وزارت وایي، د هېواد په کچه ناامنۍ او پروژې ته په وخت تخصیص نه ورکول هغه لوېې ستونزې دي چې د دوې د پراختیایي بودیجې د مصرف په وړاندې پرتې دي.

د دغه وزارت مسولین وایي، له دې ستونزو سره سره یې په روان ۱۳۹۰ هجري لمریز کال کې خپله زیاته اندازه پراختیایي بودیجه لګولې ده.

د سوداګرۍ وزارت د پلان او پالیسۍ ریس محبوب وزیروال ازادي راډیو ته وویل چې د دوی زیاته بودیجه د ودانیو په جوړولو لګول شوې ده:

(زمونږ د سوداګرۍ وزارت بودیجه نهه ملیون او شپیته زره امریکایي ډالره ده ،تراوسه مونږ پنځه اویا فیصده لګولې ده،زمونږ مشکل دادی چې تخصیصونه ډیر په ځنډ راځي،قراردادونه هم ډیرځنډیږي او پروسه یې مشکله ده.)

ښاغلي وزیروال زیاته کړه چې سوداګرۍ وزارت سږکال پنځه پراختیایي پروژې درلودې.

په دغو پروژو کې د قالینو پروسس،د وړتیاوولوړول اود سوداګرو مالونو ته مارکیټ پیدا کول اوږدمهاله او د دوی له مهمو پروژو څخه دي.

د سوداګرۍ وزارت وایي سږکال یې د وزارت دننه یوه ودانۍ او په جلال اباد او مزارشریف کې یې د سوداګرۍ وزارت ریاستونو ته هم ودانۍ جوړې کړي.

خو کارپوهان بیا د سوداګرۍ وزارت دغه پروژې سطحي بولي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سید مسعود ازادي راډیو ته وویل چې سوداګرۍ وزارت د هیواد په کچه کلیدي وزارت دی او سږنۍ پروژې یې ډیرې کمې دي:

(سوداګرۍ وزارت یو مهم وزارت دی او پنځه پروژې هم ډیرې کمې دي،په ټولنه کې باید د سوداګرۍوزارت رول ډیرشي،په افغانستان کې باید یوه ښه تجارت رامنځ ته کړي،تجارت وزارت ته باید صلاحیت هم ډیر ورکړل شي،دغه پنځه پروژې چې دوی وایي دا یوه مسخره ده.)

خو د سوداګرۍ وزارت مسولین وایي چې دغه وزارت یوازۍ پالیسي جوړونکی دی او اجرایوي صلاحیت نه لري.

د سوداګرۍ وزارت د پلان ریس محبوب وزیروال په دې اړه وایي:

(سوداګرۍ وزارت پالیسي ساز دي،دایې عمده کار دی،سوداګرۍ وزارت داسې عمده مشکلات لکه د ترانزیت،مارکیټ پیدا کول او داسې نور مهم کارونه کوي. مونږ له سواګرو سره همکار یو.

عمده وظیفه یې هم همداده چې سوداګروته خدمت او داخدمت له کومې لارې څخه.
دوی ته مونږ اسانتیاوې برابروو،مثلا د جواز په هکله باندې،د قوانینو،له نړۍ سره د ارتباط په هکله اومارکیټ پيدا کول.)

خوکارپوهان وایي چې سوداګرۍ وزارت باید په پالیسي جوړولو اکتفا ونه کړي او سپارښتنه کوي چې دغه وزارت باید داسې پروژې پلې کړي چې د سوداګرو او د هیواد ملي ګټې په کې خوندي وي.

بیا هم د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سید مسعود:

(دا کافی نه دی چې تجارت وزارت یوازی پالیسي جوړونکی وي،باید اجرایوي صلاحیت ولري،ذخایرباید زیات کړي،صنعتي پارکونه باید زیات کړي،او د بیو د تنظیم لپاره باید پروژې پلې کړي.)

افغان سوداګر هم له سوداګرۍ وزارت څخه شکایت کوي او وایي چې دوی ته لازمه پاملرنه نه کوي.

خو خلک بیاهم له سوداګرو او هم له سوداګرۍ وزارت څخه شکایت لري:

(۱ د لوړو بیو سرچینه ټول سوداګر دي،مونږ په قیمتۍ کې سوداګر ګرم بولو.

۲ زما نو خالد احمد دیاني ده،د مرمرو او د رخامو له تیږو نه تزیناتي شیان جوړوم خو مونږ ظرفیت سازۍ ته اړتیا لرو.

۳ مونږ د افغانستان تیر شوي ډیزاینونه نوي جوړوواو نمایش ته یې ږدو،لکه غږوالۍ،غاړکۍ،دست بندونه،مونږ دا شیان له نقرې او قیمتي تیږو نه جوړوو،خو لازم بازار نه لري.)

خو د سوداګرۍ وزارت وایي چې د بیو د کنټرول لپاره یې هڅې پیل کړی خو کتوونکي وایي دغو هڅو تراوسه ښه نتیجه نه ده ورکړې.

د سوداګرۍ وزارت وایي له دې وروسته به د سون مواد هم د سوداګرو په واک کې نه وي بلکه خپله افغان حکومت به یې را واردوي.

راپور:اسدالله لودین کابل



Your browser doesn’t support HTML5

د سوداګرۍ اوصنایعو وزارت په اړه راپور