مصر کې د ۷۰ تنو له وژلو وروسته ۳ورځې ملي ماتم اعلان کړ

د مصر واکمنې پوځي شورا په بور سعید بندري ښار کې د فوټبال د دوو ټیمونو د نندارچیانو ترمنځ په شخړه کې د اویا تنو له وژل کېدو وروسته درې ورځې ملي ماتم اعلان کړ.

د د مصر واکمني پوځي شورا مشر فیلد کارشال حسین طنطاوي نن په قهرې کې د فوټبال له لوبغاړو سره له کتنې وروسته خبریالانو ته وویل:

(زه په هغه څه چې په بور سعید کې وشول افسوس کوم او د هغو کسانو په فکر کې یم چې شهیدان شول، پر ژوبل شوېو کسانو هم ډېر خوابدی یم.)

د چهارشنبې د ورځې پېښه په مصر کې د فوټبال په مسابقو کې د تشدد تر ټولو خونړۍ او ناوړه پېښه بلل شوې ده.

له ۱۹۹۶ راپه دې خوا په نړۍ کې په یوه سپورتي مسابقه کې داسې خونړۍ پېښه نه وه شوې.