لیټۍ یا کاچي څه ډول خواړه دي -د سلواغې ۱۶مه

د افغان سپين ږيرو په وينا په پخوا کلونو کې د افغانستان ژمي ډېر ساړه و، چې واوره به ولويده، کليوالو به د سهار په خړه کې ملا ورته وتړله، په ساعتونو، ساعتونو به لګيا و چې بامونه اولارې ګودرې تورې کړي.

په هغو ژميو کې به داسې هم پېښيدل چې شپنۍ واوره به وتوږله شوه، غرمې ته بيا د چا خبره دلۍ، دلۍ پرته وه چې د هغې بار به سپکېده ماښام به بيا کانې کړې وې، خلکو به د نن واروه سبا ته نه پريښوده ځکه دا وېره موجوده وه چې امکان لري د شپې نوره وشي او د کور چت ترې لاندې کښېني، هرچا به هڅه کوله چې بامونه سپک کړي او بيا د لارو منډونو ته ووځي.

په دغسې ورځو کې چې له يوې خوا به يخنۍ د خلکو ژامې ړيچولې، له بلې خوا به د کور نارينو ته دورند کار ورلغاړې و، د کور ميرمنو به درې وخته خوړو ته ډېره توجه کوله، هڅه به دا وه چې يا د لاندی شوروا پخه کړي او يا د داسې خوړو کټوه باندې کړي چې ستړيا پرې وخيژي.

په هغو خوړو کې چې خلک يې د ستړيا او ستومانۍ لپاره ښه بولي يو هم ليتۍ يا کاچي ده، چې هم په خپله په زيړو غوړيو کې پخېږي او هم بيا وروسته په دسترخوان په زيړو غوړيو پورې، پوري کېږي، نو که غواړۍ پوه شئ چې دا خواړه څنګه جوړېږي د خپرونې لومړی مطلب مو په همدې اړه دی.

په دوهمه برخه کې د پکتيکا ولایت د سې ګانې کلي په اړه معلومات درته لرو او هغه متل هم اوريدلای شئ چې په نوموړي کلي پورې ويل شوې دی.

Your browser doesn’t support HTML5

ژوند په شیبو کې خپرونه