د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیتا پرون وویل، چې په افغانستان کې د امریکایي او د نورو بهرنیو هېوادونو د عسکرو محارب ماموریت به د راتلونکي ۲۰۱۳ کال تر نیمایي یا تر پای پورې پای ته ورسیږي او له هغه وروسته به د افغان امنیتي ځواکونو پر روزنې تمرکز وشي.
مخکې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د محارب ماموریت د پای ته رسیدو او له دې هېواده د عسکرو د وتلو لپاره ۲۰۱۴ میلادي کال وروستۍ نیټه ټاکل شوې وه.
پانیتا دا خبره هغو خبریالانو ته وکړه، چې له ده سره په هغې الوتکه کې سپاره و چې بروکسل ته په لاره وه.
ټاکل شوې ده، چې د ناټو د دفاع وزیران نن په بروکسل کې د افغانستان مساله په خپلې دوې ورځنۍ غونډې کې وڅیړي.
په دې غونډې کې افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي چارو د انتقال، د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړي کېدو او په شیکاګو کې د ناتو د راتلونکې سرمشریزې لپاره د تیاریو پر مسولو خبرې کیږي.
خو ویل کیږي، چې یوه بله مسله چې د دې غونډې پر اجنډا به تر ډیره بریده خپل سیورې وغوړوي هغه له افغانستانه له وخته مخکې د بهرنیو پوځیانو د وتلو موضوع ده چې په وروستیو کې د فرانسې ولسمشر نیکولاس سارکوزي په افغانستان کې تیره میاشت د څلورو فرانسوي عسکرو د وژل کیدو له پیښې وروسته په پاریس کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې رابرسیره کړه.
سارکوزي ویلي و، چې د ناتو ترمشری لاندې ځواکونه دې په ۲۰۱۳ کال کې خپل ماموریت پای ته ورسوي، خو هغه دا هم ویلي چې د فرانسې یو شمېر عسکر به له هغه وروسته هم په دې هېواد کې پاتې شي او د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې چارې به پرمخ یوسي.
خو د امریکا د فاع وزیر وویل، واشنګټن غواړي چې د فرانسې په شمول د ناتو ټول غړي هېوادون د هغه پلان په اساس اقدام وکړي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د ایستلو لپاره په ۲۰۱۰ کال کې د لیزبن په غونډه کې پری موافقه شوی وه.
د دغه پلان له مخې له افغانستانه د بهرنیو ځواکو نو د وتلو لپاره ۲۰۱۴ کال وروستی نیټه تعین شوی ده.
خو له دې سره سره د امریکا د دفاع وزیر وروستی وینا چې وایي، دوي هیله من دی چې د ۲۰۱۳ کال تر نیمایې یا تر پای پورې به وکولای شي چې په افغانستان کې محارب ماموریت د روزنی، مشورې او د مرستې پر چارو متمرکز کړي، د فرانسې د ولسمشر ته ورته څرګندونې دی.
ښاغلی پانیتا دغه راز وویل، دی غواړي چې د فرانسې د دغه پلان په اړه د بروکسل په غونډه کې د فرانسې له دفاع وزیر څخه زیات جزیات واوري.
د امریکا د دفاع وزیر دا هم په ډاګه کړه، چې کله موږ په افغانستان کې خپل محارب ماموریت پر روزنې او مشورتي چارو متمرکز کوو دا دا مانا نه لري چې موږ به نور د پوځي عملیاتو لپاره تیاری نه لرو.
د امریکا د دفاع وزیر وویل، بهرنیو ځواکونو د ۲۰۱۴ کال هدف ته په نژدې کېدو سره دا ټکې په پام کې نیولی چې خپل رول به بدلوي، دا هغه څه وچې دوې په عراق کې پرې عمل کړې او هڅه کوي چې په افغانستان کې هم دا کارعملي کړي.
واشنګټن پوست ورځپاڼې د یوه امریکایې چارواکې له قوله چې نوم یې نه دی اخیستی وایې، چې تر اوسه په دی اړه نهایې پریکړه نه ده شوې او نه به هم په دې اړه چې څومره عسکر به کله له افغانستانه وځي په شیکاګو کې د ناتو له سر مشریزې مخکې چې ټاکل شوې په مې میاشت کې جوړه شي، کومه پریکړه وشي.
په افغانستان کې له ۲۰۱۴ کال مخکې د امریکایې ځواکونو د محارب ماموریت د پای ته رسیدو مسله په داسې وخت کې راپورته کیږي چې په متحده ایالاتو کې د روان کال په نومبر میاشت کې د جمهوري ریاست انتخابات ترسره کیږي.
دا به د امریکا ولسشمر بارک اوباما ته دا فرصت ورکړي، چې په خپله انتخاباتي مبارزه کې خلکو ته ووایې، چې امریکایې ځواکونه له عراقه ووتل او ډیر ژر به له افغانستانه هم ووځي.