د افغانستان او امریکا ترمنځ پر ستراتیژیک سند بیا خبرې پیلېږي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتيژیک سند د لاسلیکیدو په اړه به د خبرو نوی پړاوډیر ژر پیل شي.

دغه خبره د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسي زي نن ازادي راډیو ته وکړه، خو د خبرو د پیل د قیقه نیټه یې په ګوته نه کړه.

ټاکل شوې وه، د امریکا او افغانستان د ستراتيژیک سند دلاسلیکدو په اړه په تیره میلادي میاشت کې خبرې بیا پیل شوې وای.

خو په کابل کې د امریکا د سفارت مرستیال تیره ورځ وویل، چې د دواړو هیوادونو د چارواکو د مصروفیتونو له امله دغه خبرې ځنډیدلې دي.