د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره نن کابل ته راځي

ټاکل شوې ده، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر نن کابل ته سفروکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دې سفر هدف د داوړو هیوادونو ترمنځ
د اړیکو پیاوړي کیدل ښودلي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسي زي پرون په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د سولې په پروسه کې د پاکستان رول ډیرمهم دی او دوی هیله من دی، چې په دې برخه کې پاکستان خپله همکاري ونه سپموي.

″دواړه هیوادونه له دوستۍ او همکارۍ پرته بله لار نه لري، ځکه پاکستان او افغانستان دواړه له ورته ستونزو سره مخامخ دي.″

دا افغانستان ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه د لومړني سفر دی او وروسته له هغې ترسره کیږي چې په وروستیو څو میاشتو کې د یولړ پېښو له امله د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې خرابې شوې دي.

افغان چارواکو هیله ښودلې چې کابل ته د میرمن کهر په دې سفر سره به د دواړو هیوادونو ترمنځ اختلافات حل شي.