قزاقستان: په ژناوزین ښار کې بېړنۍ حالت پای ته ورسید

د قزاقستان په لویدیز ښار (ژناوزین) کې اضطراري حالت چې، د ډسمبر د میاشتې په نیمايي کې اعلان شوی وو، نن پای ته ورسید.

د قزاقستان په دې ښار کې اضطراري حالت د تیلو د یوه شرکت د اعتراض کونکو کارګرانو او پولیسو ترمنځ تر نښتو وروسته اعلان شوی وو. په دې نښتو کې لږترلږه شپاړس تنه وژل شوي وو.

رپوټونه وايي، چې له ښار څخه زیات شمېر اضافي پوځي ځواکونه ایستل شوي دي، خو په لارو کوڅو کې لا هم زیات شمیر پولیس لیدل کیږي.

اضطراري حالت د جمهور رییس نورسلطان نظربایف له خوا اعلان شوی و او ټاکل شوې وه، چې د دې میاشتې په پنځمه نېټه پای ته ورسیږي خو وروسته بیا د میاشتې تر پایه تمدید شو.

ولسمشر نور سلطان نظربایف تیره اونۍ وويل، چې د کسپين سمندرګي په غاړه د دې پراته ښارګوټي وضعیت اوس ښه دی.