ایران: د هسپانوي ژبې ټلویزيوني خپرونې رسماً پیل شوې

د ایران جمهور ریس محمود احمدي نژاد نن رسماً په هسپانوي ژبه له تهران څخه د ټلویزیوني خپرونو د پیل اعلان وکړ.

دا څلرویشت ساعته خپرونې به په ټوله نړۍ کې د هغو خلکو لپاره وي، چې په هسپانوي خبرې کوي، چې د تیرکال له مني راهیسې په امتحاني ډول پیل شوې وې.

رپوټونه وايي، چې ایراني، هسپانوي او د لاتینې امریکې یوشمېر ژورنالستان په دې شبکه کې خپرونې جوړوي.

تر ″هسپان ټي وي″ مخکې د ایران ″پرس ټي وي″ چې په انګلیسي ژبه خپرونې کوي په کار پيل کړی و.

ایران د العالم په نوم د عربي چینل او همدا راز په اردو، ترکي او فرانسوي ژبه د څلورو ټلویزیوني شبکو مالي ملاتړ کوي.