په پام کې ده ایران ته د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ د ادارې IAEA د کارپوهانو د ډلې سفر نن پای ته ورسېږي. د ایران د بهرنیوچارو وزیر پرون د دې هیات د سفر د مودې د اوږېدو غوښتنه کړه.
ایران ته د ملګروملتونو د اټمي چارو د څارونکو د سفر هدف دهغو ادعاوو څېړل وو، چې وايي، ایران د اټمي وسلې د جوړولو هڅه کوي.
د ایران د بهرنیوچارو وزیر علي اکبر صالحي هیله څرګنده کړه، چې د IAEA او ایران ترمینځ کړکېچ به له مینځه ولاړ شي.
د IAEA د هیات مشر هرمان نېکایرتس له ایران څخه غوښتنه کړې ده، چې د ملګروملتونو له څارونکو سره همکاري وکړي.
د ایران د پارلمان مشر علي لاریجاني دا سفر د IAEA د اعتبار یوه ازموینه بللې، ویلي يې دي، چې که د اټمي انرژۍ نړیواله اداره د لویدیځ د یوې وسیلې په توګه نه بلکې سم عمل وکړي نو ایران به حتماً همکاري ورسره وکړي.