صالحي: د اټومي څارونکو د څار موده دې وغځول شي

د ايران د بهرنيو چارو وزير علي اکبر صالحي پرون (دوشنبه) د ملګروملتو د اټمي کارپوهانو درې ورځني سفر د اوږدېدو وړانديز وکړ او هيله يې څرګنده کړه، چې د دوی څېړنې به د ايران د اټمي پروګرام پر سر ترينګلتيا کمه کړي.

ايران ته د ملګروملتو د اټمي انرژۍ د کارپوهانو درې ورځني سفر نن (سې شنبه) پای ته رسېږي.

ايران ته د ملګروملتو د اټمي انرژۍ د کارپوهانو سفر د ايران او لوېديځ ترمنځ د کړکېچ د پاي ته رسېدو يو چانس ګڼل کېږي.

د دوی ترمنځ کړکېچ د نومبر په مياشت کې هغه مهال زيات شو، چې د ملګروملتونو د اټمي انرژۍ د نړيوالې موسسې په راپور کې وويل شول، چې له نښو نښانو داسې ښکاري، چې د ايران اټمي پروګرام يوازې د پوځي مقاصدو لپاره دي.

ايران د ملګروملتو د اټمي ادارې راپور رد کړ او هغه يې بې اساسه وباله.