“امریکایان نه شي کولای چې په افغانستان کې د خپلې خوښې سوله راولي”

که څه هم د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی، د سولې د هر ډول خبرو ملاتړ کوي، خو له افغان حکومت څخه غواړي، چې له ولسي جرګې سره په دې اړه معلومات شریک کړي.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د جګړې له ټولو خواوو وغوښته، چې تر هرڅه مخکې جګړه ودروي او د سولې خبري وکړي.

ظاهر قدیر له نړیوالي ټولني هم وغوښته، چې د سولې د خبرو مشري افغان حکومت ته ورکړي که نه نو د ده په خبره دا هڅي به کومه نتیجه ورنه کړي.

″ولسي جرګه په دې نظر ده، چې سوله غواړو، په اول قدم کې باید جنګ ته د پای ټکی کېښودل شي، چې د سولې خبرې نتیجه ورکوي کنه؟

هغوی لا تراوسه پورې وايي، چې موږ د افغانستان اساسي قانونه نه منو، هغوی وايي، چې موږ له دې نظام سره مخالفت لرو، نو موږ هم حیران یو.

له نړېوالې ټولنې یو ځل بیا دا غوښتنه لرو، چې سوله باید افغاني سوله وي، د افغانستان دولت باید په کې سهم ولري، تنها که امریکایان یا نور خارجيان وغواړي، چې په خپلې خوښې سوله راولي، دا به ناممکنه وي او دا به هېڅ کله عملي جامه وانه غوندي.″

د ولسي جرګې اداري پلاوی له دې جرګې سره د سولې د خبرو د شریکولو په اړه دا غوښتنه په داسي حال کې کوي، چې افغان حکومت هم لا تر اوسه د امریکا او طالبانو تر منځ په خبرو کې نه دی ښکیل سوی.

د راپورونو له مخي د قطر یو پلاوی به ډیر ژر کابل ته سفر وکړي او د سولې د روانو خبرو په اړه به له افغان حکومت سره خبري وکړي.

د ولسي جرګې منشي عبدالستار خواصي بیا ازادۍ راډیو ته وویل، چې د افغانستان لپاره د سولې د هر ډول خبرو ملاتړ کوي، خو نوموړي وویل، چې رواني خبري باید نتیجه ورکړي.

نوموړی هیله ښیۍ، چې افغان حکومت به ژر ولسي جرګې ته هم په دې اړه معلومات ورکړي.

″زه امیدوار یم چې تشریفاتي بڼه ونه لري، عملي بڼه ولري، هر هغه ګام چې کولای شي افغانستان ته سوله راولي، امنیت تامین کړي، له افغانستانه د جنګ د ناوړوې پدیدې ټغر ټول کړي، زموږ لپاره قابل د قبول دی. ولوکه د نړۍ په هر هېواد کې وي.

وروسته له دې به ولسي جرګه په جریان کې وي، ځکه د ولسي جرګې غړي د خلکو استازي دي.″

که څه هم افغان حکومت د امریکا او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې نه دی ښکیل سوی، خو په قطر کې د طالبانو لپاره د یوه دفتر جوړول او له ګونتانامو زندان څخه د طالب بندیانو له ازادولو سره یې موافقه کړې.

د ولسي جرګې تر څنګ د مشرانو جرګې هم د یکشنبې په ورځ د سولې په خبرو کې د افغان حکومت پر مشرۍ ټینګار کړی.

اوس اوس د افغان چارواکو له خولې داسي راپورونه ورکړل سوي، چې افغان حکومت په پام کې لري، چې په راتلوونکو څو اونیو کې له طالبانوسره په سعودي عربستان کې خبري پيل کړي.

راپور: معصوم میوند