په داسې حال کې چې په سعودي عربستان کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو د احتمالي پیل په اړه راپورونه ورکړل شوي، د سولې د عالي شورا ځینې غړي په دې اړه بې خبري ښيي.
د سولې د عالي شورا غړی او د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسمعیل قاسمیار له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه بې خبري وښودله خو دا احتمال یې رد هم نه کړ:
″زه د اوضاع د پراختیا احتمال داسې وینم چې ښايي په نورو هیوادونو لکه سعودي عرستان، یا ترکیې هم خبرې وشي.″
فرانسپرس خبري آژانس د بي بي سي په حواله راپور ورکړی چې په پام کې ده افغانستان او پاکستان د طالبانو له استازو سره په سعودي عربستان کې د سولې خبرې اترې پیل کړي.
وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه تبصره نه ده کړې.