پولیس وايي د کلفورنیا په اوکلانډ ښار کې یې د سرمایه دارۍ پر ضد د مظاهرو په ترڅ کې ۱۵۰ کسان نیولې دي.
د دې ښار پولیسو هغه مهال د مظاهره چیانو خلاف له اوښکې بهونګي ګاز او نورو وسایلو کار واخیست چې مظاهره چیانو هڅه کوله د ښار یو خالي شوې دولتي ودانۍ ته ننوځي. مظاهره چیان وروسته د ښار تالار ته ننوتل او هڅه یې کوله چې نورې ودانۍ هم ونیسي.
د شلو په شا او خوا کې مظاهره چیان وروسته له هغې ونیول شول، چې پولیس وايي، پر دوی یې د بیټریو، بوتلونو او نورو شیانو ګوزارونو وکړل او دېوالونه یې ونړول. په دې اخ ډب کې درې پولیس ټپیان شوې دي.