بسم الله خان د امنيتي ارګانونو دهمغږۍ غوښتنه وکړه

د کورنیو چارو وزارت د کابل د امنیې قومندانۍ او د کابل د نورو امنیتی ارګانونو ترمنځ د ډیرې هماهنګۍ غوښتنه کړې.

د کابل د امنیې قومندانۍ له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې جنرال بسم الله محمدي له افغان او بهرنیو امنیتي چارواکو سره په غونډه کې په کابل کې د امنیتي ځواکونو ترمنځ پرلا هماهنګۍ ټینګارکړی.

دا غونډه د امنیتي لاس ته رواړونو او د کابل د راتلونکو امنیتي پلانونو په اړه بحثونه ته ځانګړې شوې وه.