د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د ادارې پلټونکي پرون ایران ته لاړل، څو له تهران سره د دغه هېواد د اټمي پروګرام په اړه خبرې وکړي.
د دغو پلټونکو مشر هیرمن ناکایرتس تهران ته له روانیدو دمخه په ویانا کې خبریالانو ته وویل، له اوږدې مودې راهیسې له ایران سره خبري اتري ځنډیلي دي.
″موږ هڅه کوو، چې د نړیوالې اټمي انرژۍ د مدیره هیات پریکړه تعیقب کړو او کوښښ کوو، چې له ایران سره ټولې مهمې مسالې حل کړو.
موږ هیله مند یو، چې ایران به په خاصه توګه د دې هېواد د اټمي پروګرام د احتمالي پوځي ابعادو په اړه زموږ د اندېښنو په باب همکاري وکړي.
نو له همدې ځایه ده، چې موږ په لېوالتیا سره د خبرو اترو پیل ته چې له اوږدې مودې راهیسې ځنډیلي دي، منتظر یو.″
خو ناکایرتس دا ونه وویل، چې له کومو ایراني مقاماتو سره به خبري وکړي.
ایران وايي، د ملګرو ملتونو له پلټونکو سره به همکاري وکړي، خو دا هیواد د یورانیمو له غني کولو لاس نه اخلي.