له اروپايي هېوادونو سره د افغانستان ستراتيژيک تړونونه - د سلواغې٨مه

له ښۍ خوا: د فرانسې ولسمشر نيکولاس سارکوزى او ولسمشر کرزى

نن په دې ترشنه آسمان لاندې پروګرام کې له بېلابېلو هیوادونو سره د افغانستان پر ستراتیژیکو همکاریو خبرې کوو.

افغانستان له هند سره مخکې د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړی او ولسمشر کرزي د اروپايي هیوادونو په روان سفر کې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ له ایټالیا سره د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو د موافقې له لاسلیکولو وروسته له فرانسې سره د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړ.

ټاکل شوې چې نن له بریتانیا سره هم دې ته ورته تړون وکړي.

دا تړونونه یا سندونه د افغانستان لپاره څه اهمیت لري؟ د تړون، سند او موافقې تر منځ توپیر څه دی؟

ولې له امریکا سره د افغانستان د ستراتیژیکو همکاریو پر سند بحثونو دومره دوام وکړ خو له نورو هیوادونو سره دا د همکاریو سندونه بې جنجاله لاسلیک شول؟

د ستراتیژیکو سندونو د لاسلیکولو په بدل کې افغانستان څه ترلاسه کوي او په مقابل کې یې افغانستان کوم مسوولیتونه یا ژمنې په غاړه اخلي؟

Your browser doesn’t support HTML5

تر شنه اسمان لاندې لومړۍ برخه


Your browser doesn’t support HTML5

تر شنه اسمان لاندې- دويمه برخه



زموږ مېلمانه:

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمیسون غړی نادرخان کټوازی
د حکومت د رسنیو د مرکز سلاکار رفیع فردوس
د ملي ايتلاف غړی انجنیر محمد عاصم
او د سیاسي – حقوقي چارو کارپوه عبدالستار سعادت