د قرغزستان د یو زندان بندیانو د نه خوړو اعتصاب پای ته ورساوه

د قرغزستان چارواکي وايي، زرګونو قرغز بندیانو د نه خوړلو اعتصاب ته چې د زندان د شرایطو پر ضد یې کړې وو پای ته ورساوه.

دولس سوو اعتراض کونکو خپل شونډي ګنډلې وې. په قرغزستان کې د بشري حقونو څارونکی تورسنبیګ اقوین خبریالانو ته وویل، تر هغه وروسته چې بندیانو ته دا اطمینان ورکړای شو، چې نور به د ستاتونکو له خوا ورسره سخت چلند نه کیږي، نو دوی د خپلو نه خوړلو اعتصاب ختم کړ.

ټولو اوه زره کسانو د جنوري له اولسمې راهیسې د نه خوړلو اعتصاب کړی و.