خوست: نن او سبا د کانکور ازموینه اخیستل کیږي

د خوست چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې نن د کانکور ازموینه واخیستل شوه او سبا به هم واخیستل شي.

د چارواکو په خبره په دې ازموینه کې ۳۰۰۰ زده کوونکو برخه اخیستې، چې یوازې ۴۰ تنه یې نجونې دي.

دغه ازموینه په خوست کې د شیخ زاهد په پوهنتون کې اخیستل شوي، د دې پوهنتون رییس ډاګتر ګل حسن ولیزی وايي، چې دغه پوهنتون د ۲۰۰۰ زده کوونکو د جذب وس لري.

همدارنګه نن په کونړ ولایت کې له ۲۸۰۰ کسانو څخه کانکور ازموینه واخیستل شوه.