د کونړ چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې نن د کانکور ازموینه اخیستل کیږي.
له دې ولایته د ازادۍ راډیو خبریال وايي، چې په دې ازموینه کې ۲۸۰۰ زده کوونکو برخه اخیستې، چې 150 یې نجوني دي.
زده کوونکو د لوړو زده کړو له وزارت څخه غوښتي، چې د دې سرحدي او نسبي ارام ولایت د زده کړو بهیر په پام کې ونیسي او بې نتیجې دې یې نه پرېږدي.
تر دې مخکې کلونو کې زرګونه زده کوونکې د کانکور په ورکولو سره ځکه بې نتیجې پاته شوي، چې دولتي پوهنتونونه یې د جذب وس نه لري.
تمه ده، چې د یکشنبې په ورځ په ننګرهار، خوست او ځینو نورو ولایتونو کې د کانکور ازموینه واخیستل شي.