پاکستان: په کراچۍ کې د بې پیلوټه الوتکو حملې وغندل شوې

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د جمعې په ورځ د یوه ستر مذهبي سیاسي ګوند شاوخوا یو لک ملاتړي راټول شول او د هیواد په شمال لویدیځ کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو حملې یې وغندلې.

دا لاریون چې د جماعت علماي پاکستان ګوند له خوا تنظیم شوی و، دغه راز له حکومت څخه یې وغوښتل، چې افغانستان ته د ناټو موادو د اکملالاتو دوه میاشتیني بندیز ته دې دوام ورکړي.

پاکستان د تېر نومبرمیاشتې په ۲۶ مه د امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې د ۲۴ پاکستاني پوځيانو له وژل کیدو وروسته په افغانستان کې دېره ناټو ځواکونو ته ترانزیټې لار بنده کړه.