کلنټن له بلغاریايي چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن په راتلونکې اوونۍ کې بلغاریا ته ځي او د هغه هیواد له مشرانو سره به په افغانستان کې د بلغاریا د ماموریت په اړه خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویانده ″ویکټوریا نیولاند″ وایي، هیلري کلنټن به له بلغاریایي چارواکو سره له کتنې مخکې، د مونشن امنیتي کنفرانس کې چې د فبرورۍ له دریمې څخه تر پنځمې پورې به په جرمني کې جوړ شي، ګډون وکړي.

نیولانډ زیاته کړه، د بهرنیو چارو وزیره به د فبرورۍ په پنځمې نیټې صوفیا ته لاړه شي او له بلغاریايي چارواکو سره به د افغانستان د ماموریت او نورو مسالو په اړه خبرې وکړي.

بلغاریا په افغانستان کې له شپږ سویو زیات عسکر، پوځي روزونکې او ډاکټران لري او د ناټو په چوکاټ کې خدمت کوي.