فرانسه د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت بېرته پیلوي

د فرانسې جمهور رییس ″نیکولاس سارکوزي″ د جمعې په ورځ وویل، هیواد به یې په افغانستان کې د روزنې ماموریت بیرته پیل کړي.

″موږ چې د کوم ډاډ غوښتنه کړې وه، هغه موږ ته رسیدلی او په افغانستان کې د فرانسوي عسکرو د روزنې ماموریت به سر له سبا یعنې د شنبې له ورځې بیرته پیل شي.”

سارکوزي له جمهور رییس حامد کرزي سره له کتنې وروسته په پاریس کې په یوه خبرې کنفرنس کې وویل، فرانسوي عسکر به د پخواني مهال ویش پر اساس، د ۲۰۱۳ کال په پای کې له افغانستان څخه ووځي.

جمهور رییس سارکوزي په افغانستان کې د یوه افغان عسکر له خوا د څلورو فرانسوی عسکرو له وژنې وروسته ګواښ کړی و؛ چې له ټاکلې وخت مخکې به خپل عسکر له افغانستان څخه وباسي.

د فرانسې جمهور رییس دغه راز وویل، دی او جمهور رییس کرزی سلا شول، چې د راتلونکې میاشتې په سر کې له ناتو څخه وغواړي چې له ټاکلې وخت څخه یو کال مخکې په افغانستان کې ټول پوځي عملیات افغان پوځ ته وسپاري:

“موږ له جمهور رییس کرزي سره په بشپړ توافق پریکړه وکړه، چې له ناټو څخه وغواړو، افغان پوځ ته تر ۲۰۱۳ کاله پورې د ټولو محاربوي ماریتونو په سپارلو غور وکړې.”

د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي اروپایي هیوادونو ته د سفر په لومړي قدم کې د پنجشنبې په ورځ د ایټالیا له صدراعظم ″ماریو مونتې″ سره وکتل.

له بلې خوا، د جرمنې پارلمان د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د خپلو عسکرو پوځي ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړ، خو پریکړه یې وکړه، چې په افغانستان کې د جرمن عسکرو شمېر دې له ۵۳۵۰ څخه ۴۹۰۰ کسانو ته راټيټ شي.