ایراني ځواکونو ۸ تنه پاکستانیان مړه او ټپیان کړل

راپورونه وايي، چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب شپږ تنه پاکستانیان په ډزو وژلي او دوه تنه نور یې ټپیان کړې دي.

ویل کیږي، چې دا ډزې هغه مهال وشوې، چې دا کسان د ایران له پولې وواښتل. پاکستاني مقامات وايي، دا پیښه پرون د ایران او د پاکستان د بلوچستان ایالت په سرحدي سیمه کې د ایران په خاوره کې شوې ده.

تر اوسه لا څرګنده نه ده، چې ولې د ایران سپاه پاسدران انقلاب دا ډزې کړې دي.

پاکستاني مقاماتو ویلي، له ایراني مقاماتو سره د وژل شویو او دوه ټپیانو د تسلیمیدو په اړه خبرې روانې دي.

د روانې میاشتي په پیل کې وویل شول، چې د ایران امنیتي پرسونل ظاهراً د بلوچستان ایالت خاوري ته دننه شوي وو او یو پاکستانی سړی یی وژلی و.

وروسته بیا په پاکستان کې د ایران د سرحدي ځواک دا درې تنه د مقتول د کورنې له خوا په یوې محکمې کې وبښل شول او بېرته ایران ته واستول شول.