په سترګو ړنده د زړه په سترګو شکور اوبي

Your browser doesn’t support HTML5

د چارسدې د میرزا ډېر اوسېدونکې ۶۱ کلنه نورماله چې په سترګو ړنده ده، خو اوس هم په خپلو ګوتو رنګ رنګ شکورونه او ټوکري اوبي، وايي درې کلنه وه، چې سترګو یې کار پرې اېښی دی. دا اوس د خپلې کورنۍ چې یوولس تنه دي، یوازنۍ ګټندویه مېرمن ده. د ۲۰۱۰م کال په سیلاونو کې یې کور هم اوبو وړی وو او نورو سیمو ته کډه شوې وه. د سرډ په نامه یو خیریه ادارې له هغې سره د خپل کار په بدل کې مرستې هم کړې او د دې په لاسونو جوړ شکورونه یې په پېښور کې یوې نندارې هم وړاندې کړي وو. د مشال همکار ګل اياز د ″نورماله″ د کار او ژوند په اړه دا ویډيويي رپوټ برابر کړی.