حمد الله: ما درغلي نه ده کړې

د ارزګان د حج او اوقافو رییس مولوي حمدالله هغه تورونه چې پر ده باندې د دغه ولایت د چارواکو له خوا د اداري فساد په هکله لګېدلي ردوي او دا ډول تورونه بې بنسټه بولي.

د دغه ولایت له خوا د چهار شنبې په ورځ په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وو چې د ارزګان د حج او اوقافو رییس مولوي حمدالله تور لګېدلى چې تیر کال یې د حج په پروسې کې درغلې کړي.

خو مولوي حمدالله بیا دا ډول تورونه ناسم او د دغه ولایت د چارواکو دسیسه بولي.

پدې هکله زمونږ همکارې جمیلې ظریف د ارزګان د حج او اوقافو له رییس مولوي حمدالله سره مرکه کړې چې په ګډه به یې واورو.

Your browser doesn’t support HTML5

له مولوي حمد الله سره مرکه