پاکستاني چارواکي وایي، وسله والو په بلوچستان کې د پوځیانو پر یوې پوځي پوستې برید کړی دی او شپږ عسکر یې وژلې دي.
چارواکو وویل، چې تر لسو ډيرو کسانو نن سهار تر سپیده چاود مخکې د ډيره بګټي په سیمه کې د حکومتي ملیشه و پر مرکز برید وکړ.
دا سیمه له کوټې شاوخوا څلور سوه کیلومتره لرې په جنوب ختیځ کې پرته ده.
وروسته تر دې چې وسله والو، پوځیان ووژل د هغوي وسلې یې واخیستې او بیا له سیمې وتښتیدل.
چارواکي بلوڅ یاغیانو په دې برید کې په لاس لرلو تورنوي، بلوڅ یاغیان په سیمه کې سیاسي واک غواړي او د بلوچستان په تیلو، ګازو او نورو زیرمو کې د بلوچستان د خلکو د پراخې برخې غوښتنه کوي.