د ګلبهار سنټر مالک د جعلي لاسلیک په کارولو نیول شوی

لویه څارنوالی وایې، چې د ګلبهار سنټر د مالک او یو شمېر نورو هغو کسانو دوسیې په جدي توګه څیړل کیږي چې د ولسمشر د لومړي مرستیال جعلې لاسلیک یې کارولې دې.

د لویې څارنوالۍ د فساد پر ضد د مبارزې عمومي څارنوال د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې ګلبهار حبیبی او درې تنه نور کسان چې د ملکیتونو په اړه یې د مارشال فهیم لاسلیک یې په تقلبي ډول کړی تر توقیف لاندې دی.

د ګلبهار سنټر مالک ګلبهارحبیبي چې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال مارشال فهیم په تقلبي لاسلیک او حکم یې د کابل ښار په شش درک سیمه کې اولس جریبه ځمکه تر لاسه کړې.

لویه څارنوالی وایې، د نورو هغو ودانیو په اړه هم څیړنې کیږي، چې د اسنادونو په اړه یې شکونه موجود دي.