د کرنې وزارت هم لکه د ځینو نورو وزارتونو په څیر یو شمېر ستونزو ته ګوته نیسي چې له امله یې دغه وزارت خپله پراختیایي بودیجه کمه لګولې.
د دغه وزارت چارواکي وایي، د کرنې موسمي فعالیتونه، د بودیجې په منظوریدو کې ځنډ او په وزارت کې د ټیټو وړتیاوو موجودیت هغه ستونزې دي چې د بودیجې د لګښت په وړاندې یې خنډونه جوړ کړي.
د دې وزارت مالي ریس محمد وحید اعتبار ازادۍ راډیو ته وویل، چې د کرنې وزارت فعالیتونه د وري په میاشت کې پيلیږي او دوې ته د جوزا په میاشت کې بودیجه ورکول کیږي:
"د کرنې وزارت سږ کال سل اشاریه څلور میلیونه ډالره پراختیایي بودیجه درلوده، له دې بودیجې څخه یې تر اوسه اوه څلویښت اشاریه شپاړلس میلیونه لګولې.
موږ هیله من یو چې د کال ترپایه به پنځه پنځوس یاشپیته فیصده ولګوو.
ستونزې دا دي چې موږ یو شمېر پروژې لرو چې ډونر یې د مرستې ژمنه کړي وي خو چې کله پلې کیږي، ډونر چمتو نه وي چې موږ ته پیسې راکړي.
شرکتونه هم ټیټې وړتیاوې لري."
د کرنې وزارت په داسې حال کې د بودیجې په منظوریدو کې د ځنډ خبره کوي چې د راپورونو له مخې له دې وروسته به په افغانستان کې مالي کال د ژمي له لومړۍ میاشتې پیلیږي.
د کرنې د برخې یو شمېر کارپوهان بیا د کرنې وزارت یادې ستونزې نه مني چې وایي د بودیجې د لګښت په وړاندې یې خنډونه جوړ کړي.
د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد غلام رسول صمدي وایي، چې د کرنې وزارت کافي کدرونه نه لري او داسې کسان په کار ګماري چې په پلان جوړولو او د بودیجې په مصرف نه پوهیږي:
"زما په نظر وزارت دا څوعلتونه لري چې وزارت خپله بودیجه نه ده لګولې، یو علت یې دا دی چې مسلکي کدرونه شاید په کې موجود نه وي، د ځوانانو او هغو کسانو لپاره د کار زمینه نه برابریږي چې ښه ډیګري لري، د ادارو په راس کې داسې کسان وي چې هغه په پلان جوړولو او د پیسو په مصرف نه پوهیږي.
وزارت باید ځان لپاره مشخص پلان ولري، چې د پروژو لومړیتوبونه معلوم کړي او ښه مسلکي کارکوونکي ولري."
د دې ترڅنګ د تدارکاتو ستونزه هم هغه څه دي چې د کرنې وزارت یې لکه د ځینو نورو وزارتونو په څیر د بودیجې د لګښت په وړاندې یو خنډ بولي.
خو له دې وړاندې د مالیې وزارت ویلي وو، چې د تدارکاتو په قانون کې یو څه پیچیده ګي باید موجوده وي او هغه د دې لپاره چې ورڅخه غلطه ګټه پورته نه شي.
د کرنې وزارت چارواکي وایي، چې په روان ۱۳۹۰ هجري لمریزکال کې یې پنځه څلویښت پراختیایي پروژې درلودې.
د کرنې وزارت مالي ریس وایي، چې دغه ټولې پروژې اوږد مهاله دي او له یوه کال څخه بل ته غځیږي.
په سرحدي ولسوالیو کې د کرنې وده، د ځنګلونو کینول او ساتنه او د شنو ځایونو پروګرام هغه پروژې دي چې دغه وزارت یې مهمې بولي.
د کرنې وزارت مالي ریس محمد وحید اعتبار د دوه نورو پروژو یادونه هم کوي، چې په وینا یې مهمې او ډیره بودیجه پرې لګیدلې:
"زموږ لومړنۍ پروژه د طبعي سرچینو د تنظیم په نامه ده، په دغې پروژه کې د ځنګلونو، د ځنګلونو په ساتنه، د ځنګلونو په پراختیا، نهال ایښودو، قوریو جوړولو او دوې ته د اوبو رسولو په برخه کې کار کیږي.
زموږ یوه لویه پروژه د زعفرانو د کښت پراختیا ده چې ډیره بریالۍ ده او موږ په دې ډیره بودیجه لګولې."
خو د کرنې یو شمېر کارپوهان بیا له دغو پروژو څخه خوښ نه دي او وایي، چې وزارت باید په داسې پروژو کار وکړي چې بنسټیزې او خلکو ته یې ډیره ګټه ورسیږي.
یو ځل بیا د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد غلام رسول صمدي:
"واقعا داسې دوامداره پروژې چې د خلکو او بزګرو په ګټه وي نه پلې کوي، دوې ډیرې کوچنۍ کوچنۍ پروژې چې اسانه اوسي، ژر تطبیق شي او په نامه پروژه اوسي هغه پلې کوي.
دوې د روزنې پروګرامونه جوړوي او وایي، چې دا ټریننګ مې جوړ کړی او دا مې کړی.
غټ مشکل همدا دی چې بودیجه نه مصرفیږي او بیرته مالیې وزارت ته ځي."
د کرنې وزارت د سکتوري وزارتونو له ډلې څخه دی چې د هېواد په اقتصاد کې رغنده رول لوبولی شي.
دغه وزارت سره د مرسته کوونکو هېوادونو له خوا هم ډیرې مرستې کیږي چې د کارپوهانو په وینا چارواکي یې د لګولو وس نه لري.
په افغانستان کې د ډیرې کرنیزې ځمکې سربیره شاړه ځمکه هم موجوده ده او که چیرې ورته د اوبو لګولوسیستم جوړ شي نو کیدای شي دغه هیواد د ځان سربیره نورو هیوادونو ته هم غله برابره کړي.
خو د هېواد یو شمېر بزګران شکایت کوي، چې د کرنې وزارت مسولین یې په کال کې هم یو ځل احوال نه اخلي.
د بغلان ولایت یوه بزګر ګل احمد ازادۍ راډیو ته داسې وویل:
"بزګران په افغانستان کې ډیرې ستونزې لري،زمونږ لومړنۍ ستونزه د اوبولګولو، کیمیاوي سرې او اصلاح شویو تخمونو ده.
موږ د میکانیزه ماشینونو له کمښت سره مخ یو.
په کرنې وزارت کې د مسلکي کارکوونکو شمیر کم دی ،دوی مونږ ته رسیده ګي نه شی کولای،مونږ نه پوهیږو چې زمونږ ستونزې به په څو کلونو کې هوارې شي."
یو شمېر نور بزګران بیا شکایت کوي چې کښتونه یې د وچکالۍ له امله سوځي او بیلابیلې ناروغې پرې لګیږي چې وزارت ورته هیڅ پاملرنه نه کوي.
کتونکي بیا وایي که چیرې کرنې وزارت د ولسوالیو په کچه فعالیت وکړي اوبنسټیزې پروژې پلې کړي هم به د بزګرو ستونزې هوارې شي او هم به خپله بودیجه په ښه توګه ولګوي.
دا راپور په غږ کې هم اوریدلای شﺉ
راپور:اسدالله لودین کابل

Your browser doesn’t support HTML5
د کرنې وزارت تر اوسه۴۶سلنه بودیجه لګولې
راپور:اسدالله لودین کابل