"هیله ده کابل ته د حنا رباني کهر سفر ګټور واقع شي"

افغان حکومت وایي، هیله مند دی چې کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړي کولو په برخه کې ګټور واقع شي.

د بهرنیو چارو وزارت په وینا ټاکل شوې، چې حنا رباني کهر په راتلونکې میلادي میاشت کې کابل ته په خپل سفر کې د تروریزم په خلاف په مبارزه، د سولې په بهیر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په څرنګوالي خبرې وکړي.

د دغه وزارت ویاند جانان موسي زي د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوي غواړي له پاکستان سره ازادې او تل پاتې اړیکې ولري:

(لکه څنګه چې تاسو خبر یاست په تیرو څو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې یو څه متضرره شوې وې، ولې موږ هیله من یو چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې له دې سفر سره سم موږ وکولای شو یو نوی پیل د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې ولرو).

افغان حکومت د اړیکو د بیا عادي کولو لپاره دا سپارښتنه په داسې حال کې کړې چې د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني تر وژنې وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې غیر عادي شوي.

افغان حکومت دا استدلال کاوه، چې د رباني د وژنې پلان په پاکستان کې جوړ شوې او له پاکستان نه یې د ربانې د وژنې په هکله تحقیقاتو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره په داسې حال کې کابل ته سفر کوي، چې له واشنګټن سره یې اړیکې تر بل هر وخت زیات خرابې شوي او امریکا هم په مستقیم ډول له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي.

د افغان کتونکو په وینا دې کار پاکستان اندیښمن کړې، چې هڅه کوي، چې یو ځلې بیا په دې بهیر کې د رول لوبولو امکانات برابر کړي.

د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده په دې هکله ازادۍ راډیو ته داسې وویل:

(طالبانو اوس خپل ځان له پاکستان نه لیرې کړی دی او امریکا له طالبانو سره مرسته وکړه، چې ځان له پاکستان نه لیرې کړي او په دې دفتر کې چې په پاکستان کې پرانیستل کیږي، په دې کې د پاکستان نفوذ ‌ډیر کم دی، نو په همدې خاطر دی چې اوس افغانستان او پاکستان دومره سره نږدې کیږي، موږ ګورو چې هم پاکستان او هم افغانستان د قطر له دفتر څخه خوښ نه وو، زه فکر کوم کله چې افغانستان او پاکستان د امریکا په عدم توجه کې سره نږدې کیږي دا د افغانستان لپاره ښه دی.)

دا، چې پاکستان د بهرنیو چارو زیره به کابل ته له څه ډول پیغام سره راشي اوس یې اټکل ګران دې، خو تر دې مخکې دغه هېواد له امریکا سره د خپلو اړیکو ترینګلتیا ته په پام سره د امریکا ځانګړي استازي ته د پاکستان د سفر اجازه نه وه ورکړې.

خو بل لور ته افغان کتونکي بیا حکومت ته سپارښتنه کړې، چې د امریکا او پاکستان ترمنځ د اړیکو د خرابیدو ښکار نه شي او په دې اړه دې یو خپلواک سیاست خپل کړي.