ډ نمارک پوځ پرون اعلان وکړ، چې یوه ډنمارکي سرتېري په روانه اونۍ کې یو افغان ماشوم سهواا د یوه ماین د شنډولو پرمهال وواژه.
د ډنمارک پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د ماین د شنډولو په وخت کې چرې پر دریو ملکي کسانو ولګېدې چې په نتیجه کې یې یو نارینه او د هغه مېرمن زخمیان او د دوی وړوکی ماشوم مړ شو.
د ډنمارک پوځ وايي، دوې اوس په دې اړه څېړنې کوي چې په داسې حال کې چې د ماین د شنډولو پر مهال شاوخوا سیمه کلابند شوې وه او افغان چارواکو ته هم خبر ورکړل شوی و، دا ملکي کسان څنګه زیانمن شول.