فرانسه د افغانستان له جګړې څخه د خپلو ځواکونو ایستلو ته لیواله نه ده

نړېوالو ورځپاڼو د افغانستان په اړه ګڼ مطالب او تحلیلونه خپاره کړي چې لنډیز يي لاندې په يوه مطلب کې جاناقا الکوزي برابر کړی دی.
وال سټریټ ژورنال:

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې: فرانسه د افغانستان له جګړې څخه د خپلو ځواکونو ایستلو ته لیواله نه ده ـ تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او په پیل کې یي د فرانسې د بهرنیو چار د وزیر الین ژوپې دا خبره راخیستي چې وایي، فرانسه به له افغانستان څخه د خپلو عسکرو په ایستلو کي عجله ونه کړې.

ورځپاڼه لیکي: ژوپي د فرانسې د پارلمان د غړیو د پوښتنو په ځواب کي وویل، مونږ به نه وارخطا کیږو. د منظم وتلو او د عاجل وتلو تر منځ باید مغالطه ونشي.

وال سټریټ ژورنال زیاتوي، د فرانسې جمهور رئیس نیکولاي سارکوزي د تېرې جمعې په ورځ په افغانستان کي دیوه افغان عسکر له خوا د څلورو فرانسوي عسکرو له وژلو وروسته له افغانستان څځه د خپلو عسکرو د ایستلو ګواښ کړی و.

ده، دغه راز په افغانستان کي د فرانسوي پوځيانو له خوا ټول روزنېز پروګرامونه او عملیات بند کړل او په دي هیواد کي د دېره شاوخوا څلور زرو فرانسوې عسکرو په امنیت یي له سره کتنه پیل کړه.

ورځپاڼه وړاندي لیکي: د فرانسې دفاع وزیر ګیرارد لانګوي هم د فرانسوي عسکرو له قتل وروسته افغانستان ته تللی و او د دوشنبې په ورځ بیرته وطن ته ستون شو. د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی په روانې اوونۍ کي فرانسې ته ځي او هلته به د افغانستان په بیا رغوونې او پراختیا کي د فرانسې د اوږدې مودې د مرستې ستراتېژیک تړون لاسلیک کړي.

وال سټریټ ژورنال لیکي: د فرانسې صدراعظم فرانسوا فیلون د خپل هیواد پارلمان ته ویلي چی جمهور رئیس سارکوزی به له جمهور رئیس حامد کرزي سره له کتنې وروسته په افغانستان کی د خپلو عسکرو د امنیتې حالت ارزونه اعلان کړې.

واشنګټن پوست:

واشنګټن پوست ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کي په افغانستان کي د سي اي ای تر واک لاندي زندانونو څخه د بهرنیو هیوادونو د بندیانو د ایستلو او افغان چارواکو ته د باګرام زندان د چارو د سپارلو په اړه یوه مقاله لیکلي او په یوې برخې کي یی لیکي:

افغان او امریکایي چارواکي وایي، د جمهور ئیس بارک اوباما اداره غواړې افغان چارواکو ته د باګرام زندان د چارو له سپارلو مخکي پدغه زندان کي د ساتل شوېو بهرنیو بندیانو اکثر یي مربوطو هیوادونه حواله کړې.

ورځپاڼه لیکي: په باګرام زندان کي د بهرنیو هیوادونو شاوخوا پنځوس تنه بندیان شته او دا کسان د افغانستان د جګړو په ډګرونو او یا هم له افغانستان څخه بهر په نورو هیوادونو کي نیول شوې او وروسته د سي آي ای ترواک لاندې زندان ته استول شویدي.

ورځپاڼه لیکي: د بندیانو د استولو په اړه خبرې او مشورې پیل شوې خو وروستۍ پریکړه تر اوسه نده شوې. په باګرام زندان کی دبهرنیو بندیانو زیات شمېر پاکستانیان او عربان دي.