هند: په یوې ترافیکي پېښه کې ۹ تنه وژل شوي

د راپورنو پر اساس نن په هند کې لږ تر لږه نهه کسان په يوه ټرافيکې حادثه کې مړه او ګڼشمېر نور ټپي شول. داسې ښکاري، چې د بس ډرايور د هند د ″پون″ په ښار کې چې ګڼه ګوڼه ډيره وه کوچنيان ښوونځي ته او مامورين دفترونو ته روان و، د بس ډرايور خپل کنټرول له لاسه ورکړ، د سړک له غاړي وواوښت په تيزي سره پر نورو موټرونو ونښت.

يو ساعت وخت ولګيد چې پوليس د بس په دريدلو او ډرايور په نيولو بريالي شول.