د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په کابل، کاپیسا او لغمان ولایتونو کې د افغان او نړیوالو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې دیارلس وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت نن په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې وویل، چې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې په دې عملیاتو کې نهه وسله وال مخالفین ټپيان او شپږ نور نیول شوي هم دي.
بل خوا د خوست د امنیې قومندانۍ وايي، تیره شپه یې د خوست ښار په ختیځه برخه کې یو کس په داسې حال کې ونیوه، چې پر لویه لار یې د ماین ایښودلو هڅه کوله.
د خوست د امنیې قومندان سردار محمد ځاځي وايي، چې له دغه کس سره څو لاسي بمونه هم نیول شوي دي.