نن د ولسي جرګې د دویم مرستیال لپاره رایې اچول کیږي

د افغانستان د ولسي جرګې غړي د دې جرګې د دویمې مرستیالۍ څوکۍ ته په انتخاباتو کې رایه اچوي.

رایه ورکول پیل شوي دي.

د ولسي جرګې د دویمې مرستیالۍ څوکۍ ته پنځه کسانو ځانونه کاندید کړي.

په تیرو ورځو کې ولسي جرګې ظاهر قدیر د خپل لومړي مرستیال، عبدالستار خواصي د منشي او فرهاد عظیمي د منشي د مرستیال په توګه وټاکل .