ولسمشر حامد کرزی ترکمنستان ته ولاړ

د افغانستان ولسمشر ترکمنستان ته ولاړ. تمه ده چې حامد کرزی به له عشق اباده، ایټالیا، بیا فرانسې او ورپسې بریتانیا ته سفر وکړي.

د ترکمنستان له ولسمشر قربان قلي بیردي محمدوف سره به حامد کرزی پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړي.

افغان ولسمشر به په ایټالیا، فرانسې او بریتانیا کې یو لړ تړونه د دغو هیوادو له مشرانو سره لاسلیک کړي.

په دې پنځه ورځني سفر کې له افغان ولسمشر سره د بهرنیو چارو وزیر، د ملي امنیت سلاکار، د معادونو وزیر، د ولسمشر د دفتر رییس او د حامد کرزي ویاند ملګري دي.