په ولسي جرګه کې د اداري پلاوي د پاتې غړو د ټاکلو لپاره د رايي ورکولو بهیر بلې ورځې ته وځنډیده.
دې جرګې پرون حاجي محمد ظاهر قدیر د جرګې د لومړي مرستیال په توګه انتخاب کړ او ننني نتایج ښیي، چې ستار خواصي د جرګې د لومړي منشي او فرهاد عظیمي د جرګې د دویم منشي په توګه انتخاب شوې.
د جرګې د دویم مرستیال د ټاکلو لپاره د رای ورکولو بهیر بلې ورځې ته وځنډید.
د اداري پلاوي د ټاکلو بهیر دغوڅ اکثریت پر بنسټ ترسره کیږي او هر یو کاندید اړ دې، چې د خپلې مطلوبې څوکۍ لپاره د پنځوس جمع یو غوڅ اکثریت خپل کړي.