ترکيه د ارمنيانو قتل ډله ييزه وژنه نه ګڼي

ترکیې د فرانسې ولسمشر ته خبردارۍ ورکړی چې هغه قانون توشیح نه کړي چې پرون د دې هېواد مشرانو جرګې هم تصویب کړ او له مخې یې په لومړۍ نړېواله جګړه کې د عثماني امپراطوري له خوا د سلګونو زرو ارمنانو وژنې ډله ییزې وژنې یا جینو سایډ ګڼل کیږي او له دې څخه انکارکونکو ته سزا ورکول کیږي.

د ترکیې د بهرنیوچارووزیر احمدداوداوغلو تېرماښام ناوخته په یوه بیان کې د دې لایحې د تصویب غندنه وکړه اوهغه یې د غیرمسوولانه چلند یو مثال وباله او زیاته یې کړه چې ښايي ترکیه هم ورته اقدام وکړي.

د فرانسې مشرانو جرګی پرون دغه لایحه چې ولسې جرګې د تیرکال په پای کې منظورکړې وه، تصویب کړه.

د دغې لایحې له مخې له ګڼې وژنې څخه انکارجرم ګڼل کیږي. په دې کې په ۱۹۱۵ او ۱۹۱۶ کلونو کې د ترکیې په ختیځ کې د ارمنانو ګڼه وژنه جینوسایډ بلل شوې اوله دې څخه انکارکونکی تریوه کال پورې په بند او ۴۵ زره ایرو جریمې محکومیدای شي.

ترکیې وروسته له هغې چې د تیرکال په ډسمبر کې د فرانسې ولسي جرګې دغه لایحه تصویب کړه له فرانسې سره اقتصادي، سیاسي او نظامي غونډې لغوکړې او له پاریس څخه یې خپل سفر د سلاو مشورو لپاره هیواد ته وروغوښت.

په پاریس کې د ترکیې سفیرتحسین بورچواوغلووویل، د فرانسې د مشرانو جرګې دغه اقدام به د دواړو هیوادونو ترمنځ په اړیکو ډیره بده اغیزه وکړي او انقره به ښایي له پاریس سره ډیپلوماتیکې اړیکې محدودې کړې.

د دې پرېکړې په وړاندې د استانبول په لارو کوڅو کې هم عکس العملونه منفي وو.

د استانبول یوه اوسیدونکي اوزکان یګینالتی د فرانسې دغه اقدام خیانت وباله:

"د فرانسی خلکو خپلو ارزښتونو ته خیانت وکړ. ترکیه یوسترهیواد دی او بایلونکی به نه وي. په راتلونکي کې به بایلونکې سارکوزی او د هغه ډله وي."

په فرانسه کې د ترکیې پخوانی سفیر اولوج اوزولکر په پارلمان کې د دې لایحې تصویب دډېرو رایو د ګټلو لپاره د فرانسې د ولسمشرۍ د کاندیدانو له خوا سیاسي اقدام بولي:

"دا یو سیاسي اقدام و او هدف یې د ولسمشرۍ د دواړوکاندیدانو لپاره د نورو رایو ګټل وو. دا د ولسمشر سارکوزي لپاره وروستی چانس و چې د یوې بلې دورې لپاره انتخاب شي."

ارمنستان وايي، عثماني امپراتورۍ د لومړۍ نړیوالې جګړې په ترڅ کې نژدې یونیم میلیون ارمنان عمداً او په ډله ییز ډول وژلي دي.

د ارمنستان د بهرنیو چارو وزیر ایدوارد نعلبندیان د فرانسې دغه اقدام وستایه او هغه یې په نړۍ کې د بشري حقونو لپاره ډیرمهم پرمختګ وباله:

" دغه ورځ به نه یواځې د ارمنستان او فرانسې د خلکود دوستی په تاریخ کې په سروزرو ولیکل شي بلکه په تاریخي پیښو کې به هم په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو د ساتنې لپاره د یوې تاریخي پیښې په توګه ثبت شي."

فرانسې له ترکیې غوښتنه کړې چې له دې مسلې دې غټه لانجه نه جوړوي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر الین ژوپې چې په خپله له دې کارسره مخالف و، د فرانسې له یوه ټلویزیوني کانال سره په مرکه کې وویل چې که څه هم اوس د دې قانون لپاره مناسب وخت نه وخو له انقرې غواړي چې خپله ارامي حفظ کړي:

" زه د ارامش غوښتنه کوم. په ترکیه کې ډیرې فرانسوۍ کمپنۍ حضورلري. موږ په خپلو کې اقتصادي او د سوداګرۍ ډیرې مهمې اړیکې لرو. موږ ترکیې ته اړتیا لرو اوترکیه هم موږ ته. زما په نظرعقل او منطق به پرشدیدو احساساتو برلاسی ومومي."

ترکیه د ګڼې وژنې یا جینوسایډ تور ردوي، وایې چې هغه مهال په یاده سیمه کې د جګړې دواړو اړخونو ته سخت تلفات اوښتي وو.