پاکستاني پوځیان:زموږ پر اوږو د تیروتنو بار اچول بې انصافي ده

د پاکستان پوځ په مومندو اېجنسۍ کې د امریکا د پوځ په هوايي حمله کې د ۲۴ پاکستاني پوځیانو د وژنې په اړه د امریکا له خوا د شوېو تحقیقاتو راپور رد کړ.

پاکستاني پوځ په یوه بیان کې ویلي، چې د دې تحقیقاتو ډېرې برخې له حقایقو سره سمون نه لري.

د امریکا د پوځ د څېړنې راپور چې تېره میاشت خپور شو د دې پېښې په خاطر د امریکا او پاکستان پوځونه دواړه ګرم بللی، خو د پاکستان پوځ وايي چې د دوې پر اوږو د ځینو غلطیو د بار اچول بې انصافي ده.

د پاکستاني پوځ د دې اعلان په ځواب کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکتوریا نولانډ پرون ماښام په خپلو څرګندونو کې د امریکا د پوځ د څېړنو پر رښتینولی ټینګار وکړ:

(موږ د پوځ د مرکزي قرارګاه پر څېړنو ولاړ یو او په دې باور یو چې دا څېړنې د حقیقت پر بنسټ شوي.

غواړم یادونه وکړم، چې موږ د پاکستان حکومت او پوځ ته وړاندیز کړی و چې زموږ په دې څېړنو کې پوره برخه واخلي او کولای شي خپل کسان زموږ په ټیم کې وګوماري خو دوي دا وړاندیز رد کړ.

ښايي دا به د دواړو اړخونو د نظریاتو په نژدې کولو کې ګټوره وای، خو موږ اوس هم د پاکستان له ملکي او پوځي چارواکو سره ګډ کار ته چمتو یو او د دوی د خپلو څېړنو نتایجو ته سترګې په لار یو، څو وکولای شو چې په ګډه پرمخ ولاړ شو.)

مېرمن نولانډ زیاته کړه، چې اوس باید د دواړو خواوو د اختلاف وړ مسایلو په اړه خبرې وشي.

دا خبرې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې په وینا کېدای شي په مومندو اېجنسۍ کې د امریکا د پوځ په هوايي حمله کې د پاکستاني سرتېرو د وژنې په اړه د پوځي کانالونو ترمینځ خبرې یا د واشنګټن او اسلام آباد ترمینځ په اړیکو کې تر دې د نورو پراخو مسایلو په اړه وي.