په ولسي جرګه کې د اداري پلاوي د ټاکنو بهیر لا روان دی

په ولسي جرګه کې د اداري پلاوي د پاتې غړو د ټاکلو لپاره د رايي ورکولو بهیر لا هم دوام لري.

دې جرګې پرون حاجي محمد ظاهر قدیر د جرګې د لومړي مرستیال په توګه انتخاب کړ او ننني نتایج ښیي، چې فرهاد عظیمي د جرګې د دویم منشي په توګه انتخاب شوې.

د جرګې د دویم مرستیال او لومړي منشي د ټاکلو لپاره د رای ورکولو بهیر لا هم روان دې.

د اداري پلاوي د ټاکلو بهیر دغوڅ اکثریت پر بنسټ ترسره کیږي او هر یو کاندید اړ دې، چې د خپلې مطلوبې څوکۍ لپاره د پنځوس جمع یو غوڅ اکثریت خپل کړي.