اذربایجان او ارمنستان د قره باغ سیمي کړکیچ پر سرسلا کړې

د اذربايجان او ارمنستان ولسمشرانو د ناګرونو قره باغ د سيمې د کړکېچ پر سر د خبرو پر دوام سلا کړی ده.

دوي د روسيې د ولسمشر ديميتري مېدوېديف په منځګړتوب په خپل منځ کې خبرې وکړې.

له هغې اعلاميې سره سم، چې د دوشنبې په ورځ خپره شوه، دواړو مشرانو د مينسک ډلې له همکارۍ او منځګړتوبه خوښي څرګنده کړه، ويې ويل چې د ۲۰۱۰ کال له نومبر څخه د پام وړ کارونه شوي دي.

د انټرفکس خبري اژانس د راپور له مخې د روسيې د بهرنيو چارووزير سرګي لاوروف ويلي، د ارمنستان او اذربايجان مشرانو موافقه کړې چې له افراطي غوښتنو تېر شي.

په نوګورنو قره باغ سيمه کې په ۱۹۹۴ ميلادي کال اوربند ټينګ شو او اوس د دې سيمې حالات يومخ عادي دي.